د صلحې د مذاکراتو راتلونکی له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرواترو کښې دی
(last modified Wed, 01 May 2019 12:12:22 GMT )
May 01, 2019 16:42 Asia/Kabul
  • د صلحې د مذاکراتو راتلونکی له طالبانو سره نیغ په نیغه خبرواترو کښې دی

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر وویل چې په دغه هیواد کښې د صلحې د خبرواترو راتلونکی له طالب ډلې سره په مستقیمو مذاکراتو پورې تړاؤ لري.

د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر وویل چې په دغه هیواد کښې د صلحې د خبرواترو راتلونکی له طالب ډلې سره په مستقیمو مذاکراتو پورې تړاؤ لري.

عبدالله عبدالله زیاته کړه: صلحه د افغانستان د خلکو لپاره ډیره مهمه موضوع ده خو د افغانستان خلک تراوسه د صلحې د خبرواترو په میز نه دي ناست.

هغه وویل چې په هرډول مذاکره کښې باید د افغانستان د خلکو عزت او حقوق په نظر کښې وساتل شي.

دا په داسې حال کښې دي چې طالب ډله تراوسه د افغانستان له حکومت سره له نیغ په نیغه خبرواترو ډډه کوي.

 

ټیګونه