عبدالله عبدالله د کابل پرونی چاودنې وغندلې
Jun 03, 2019 07:32 Asia/Kabul
د افغانستان د ملي وحدت حکومت اجرايي مشر د پلازمینې کابل ښار پرونۍ چاودنې وغندلې او هغه یې د انسانیت خلاف یو جنایت وباله.
له کابله زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې ډاکټر عبدالله عبدالله وویل: د لاس پوڅو او جنایتکارو ترهګرو ډلو سره د مقابلې یوازنی لاره، د افغانستان د خلکو یووالی او د هیواد د ملي اردو او پولیس ځواکونو سره یې مرسته ده.
په عین حال کښې د افغانستان د روغتیا وزارت ویاند وحید الله مایار وویل چې د پلازمینې کابل په چاودنو کښې دوه تنه مړه شوي او څلرویشت نور زخمي شوي دي.