عبدالله عبدالله: د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو تکرار به یوه غميزه وي
(last modified Mon, 15 Jul 2019 12:53:19 GMT )
Jul 15, 2019 17:23 Asia/Kabul
  • عبدالله عبدالله: د ۲۰۱۴ میلادي کال د انتخاباتو تکرار به یوه غميزه وي

د ملي يووالي حكومت اجرائيه مشر عبدالله عبدالله خبردارے ورکړ، د ۲۰۱۴ ميلادي كال د ولسمشرۍ انتخاباتو تكرار به يوه غميزه وي، چې د افغانستان خلق يې د تلافي کولو توان نه لري.

نوموړي نن په كابل كښې د ولسمشرۍ په راتلونكو انتخاباتو كښې د ښځو د ګډون لپاره د عامه پوهاوي كانفرنس ته وويل، په دې اړه به خلق قضاوت وكړي، چې د ولسمشرۍ په تېرو انتخاباتو كښ0ې چا قرباني وركړې ده.

عبدالله تاکيد وكړ، چې د خلقو په رايو بايد معامله ونه شي.

اجرائيه مشر د ولسمشرۍ په راتلونكو انتخاباتو كښې د ښځو رول او ګډون مهم وباله او زياته يې كړه، افغان ښځو د قربانيو په وركولو په ټاكنو كښې د ګډون حق ترلاسه كړے دے.

عبدالله له ټولو دولتي ادارو وغوښتل، چې د بې پلوۍ په ساتلو د ټاكنو د ترسره كولو په برخه كې همكاري وكړي.

ټاكل شوې د جمهوري رياست ټاكنې د روان لمريز كال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه ترسره او د كانديدانو ټاكنيزې مبارزې د زمري مياشتې په پنځمه نېټه پيل شي.

 

 

ټیګونه