طالبان: عمران خان سره لیدو ته حاضر یوو
(last modified Fri, 26 Jul 2019 00:25:37 GMT )
Jul 26, 2019 04:55 Asia/Kabul
  • طالبان: عمران خان سره لیدو ته حاضر یوو

وسله والو طالبانو ویلي، چې که پاکستان یې پلاوے د سفر لپاره دعوت کړي، دوی یې منلو ته حاضر دي.

د دې ډلې د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین ویلي، "موږ خو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وخت ناوخته وینو، نو که موږ له پاکستان څخه رسمي بلنه ترلاسه کړو، مونږ سفر ورته کوو، لکه نورو هېوادونو ته چې يې کوو، ځکه چې پاکستان هم یو ګاونډی او مسلمان هیواد دے".

د پاکستان وزيراعظم عمران خان په امریکا کښې د دغه هېواد له ولسمشر ټرمپ سره د لیدنې په وخت ویلي، چې طالب استازي یې لیدنې ته دعوت کړي وو، خو له دې لیدنې ځکه لاس په سرشو، چې افغان حکومت پرې نارضایتي ښودلې وه.

هغه د بیا ځل لپاره تراوسه رسماً طالب پلاوے خپل هېواد ته نه دے دعوت کړے.

 

ټیګونه