هند شر جوړ کړی دی هماغه باید د امن خبره وکړی
ده همداراز وویل نړیوالې ټولنې کلونه مخکې کشمیر یوه لانجمنه سیمه بللی وه خو اوس د هندوستان وروستی فیصلې په سیمه کی حالات ډیر خراب کړی دی
په امریکا کې د پاکستان سفیر ښاغلی اسد مجید خان د امریکا له فاکس نیوز سره په مرکه کی وویل د هندوستان تاوتریخجنو اقداماتو حالات نور هم خراب کړی دی او اوس دا مودی پوری اړه لری چی د امن خبره وکړی . ده همداراز وویل نړیوالې ټولنې کلونه مخکې کشمیر یوه لانجمنه سیمه بللی وه خو اوس د هندوستان وروستی فیصلې په سیمه کی حالات ډیر خراب کړی دی . هغه همداراز وویل چی ملګری ملتونه ، امریکا ، ملګری هیوادونه او نور مهم هیوادونه په دغه معامله کی لاس وهنه وکړی
هغه همداراز وايي، د کشمیر لانجه کېدای شي د افغانستان د سولې روانه پروسه زیانمنه کړي.
په واشنګټن کې د پاکستان سفیر اسد مجیدخان همداراز زیاته کړه د کشمیر د کړکېچ له کبله ممکنه ده پاکستان خپل پوځیان د افغانستان له پولې د کشمیر پولې ته یوسي او له دې امله له طالبانو سره د امریکا د سولې خبرې له ستونزو سره مخامخ شي.
ده ټینګار وکړ چې د کشمیر او افغانستان مسلې جلا دي او نه غواړي چې په زوره دواړه سره وتړي.
د پاکستان سفیر په عین حال کې وویل، هیله لري چې له طالبانو سره د امریکایانو خبرې بریالۍ شي او پاکستان د دې خبرو ملاتړ کوي.
وروسته له دې چې د هند حکومت تر خپل کنټرول لاندې کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړ او کشمیر یې د هند د خاورې برخه وګرځاوه، پاکستان سخت غبرګون وښود.
تر دې وړاندې کشمیر ځان بیرغ درلود او د هند د نورو سیمو اوسېدونکو اجازه نه لرله چې په کشمیر کې جایداد واخلي.