په کاپیسا ولایت کښې پینځه کسان مړه اوژوبل شوی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i84607-په_کاپیسا_ولایت_کښې_پینځه_کسان_مړه_اوژوبل_شوی
زمونږخبریال وایی دافغانستان په ختیځ ولایت کاپیسا کښې ماین چاودنې کابو درې (۳) کسان وژلی او دوه(۲) نور ژوبل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 14, 2019 00:39 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې د امریکا او دنورو خارجي هیوادونو د عسکرو شتون دناامنۍ د زیاتیدا سبب شوی دی .
    په افغانستان کښې د امریکا او دنورو خارجي هیوادونو د عسکرو شتون دناامنۍ د زیاتیدا سبب شوی دی .

زمونږخبریال وایی دافغانستان په ختیځ ولایت کاپیسا کښې ماین چاودنې کابو درې (۳) کسان وژلی او دوه(۲) نور ژوبل کړی دی .

ویل کیږی دغه ماین بیګا د کاپیسا ولایت په تګاب ولسوالۍ کښې د والیبال  لوبې په یوه(۱) مرکز کښې شوی ده .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت طالبانو ډله د دغه ماین چاودنې مسوله وبلله خو دغه ډلې تراوسه په دې  هکله څه نه دی ویلی .

د کاپیسا په شمول دافغانستان بیلابیلا سیمې له تیرو څو میاشتو راهسې دترهګرو بم چاودنو او د حملو له زیاتیدا سره مخ دی .

داعش ترهګرې ډلې او طالبانو تراوسه د افغانستان په بیلابیلو سیمو کښې د اکثرو بم چاودنواو حملو مسولیتونه پرغاړه اخیستی دی .

په افغانستان کښې د امریکا او دنورو خارجی هیوادونو د عسکرو شتون دناامنۍ د ترهګرۍ او دنشه ایزو موادو د کر ، نشه ایزو توکو  دتولید او قاچاق د زیاتیدا سبب شوی دی .