اشرف غني له عبدالله عبدالله سره په مناظره کښې له ګډونه ډډه وکړه
Sep 17, 2019 07:41 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه هیواد د حکومت له اجرايي رییس عبدالله عبدالله سره په انتخاباتي مناظره کښې له ګډون کولو ډډه وکړه.
د افغانستان رسنیو رپورټ ورکړی اشرف غني چې ټاکل شوې وه تیره شپه له ډاکټر عبدالله عبدالله سره په یوه انتخاباتي مناظره کښې ګډون وکړي، په دغې مناظرې کښې له ګډون کولو یې ډډه وکړه.
د مناظرې په بیګاني پروګرام کښې له شتونه د اشرف غني له ډډه کونې وروسته د هغه انتخاباتي سیال عبدالله عبدالله وویل چې د غني ورپسې تیښته به له انتخاباتو وروسته وي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ټولټاکنې به د ستمبر په اتویشتمه نیټه ترسره شي.