طالبان له امریکې سره د صلحې د موافقې لاسلیکولو ته چمتو دي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i85037-طالبان_له_امریکې_سره_د_صلحې_د_موافقې_لاسلیکولو_ته_چمتو_دي
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له امریکې سره د صلحې د تړون لاسلیکولو ته د افغانستان د طالب ډلې د چمتو والي خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 05, 2019 11:38 Asia/Kabul
  • طالبان له امریکې سره د صلحې د موافقې لاسلیکولو ته چمتو دي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر له امریکې سره د صلحې د تړون لاسلیکولو ته د افغانستان د طالب ډلې د چمتو والي خبر ورکړ.

رویټرز خبري آژانس لیکلې دي چې شاه محمود قریشي پرون د دې خبر په ورکولو سره هم داشان څرګنده کړه چې طالب ډله په خپلو ژمنو عمل کولو ته هم تیاره ده.

د پاکستان خارجه وزیر زیاته کړه چې په اسلام آباد کښې یې د طالب ډلې له استازو سره دوستانه ملاقات کړی او اسلام آباد د دغې ډلې او امریکايي پلاوي ترمینځ د مذاکراتو په بیا پیلیدو باندې ټينګار لري.

د ویلو ده چې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو پلاوي وړمه ورځ په اسلام آباد کښې د پاکستان له خارجه وزیر شاه محمود قریشي او د افغانستان لپاره د امریکې له ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد سره جلاجلا لیده کاته کړې دي.

خو دا ملاقاتونه او څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په قطر کښې له طالبانو سره د خبرواترو د نهو پړاؤنو له ترسره کیدو وروسته دغه مذاکرات لغو کړل.

امریکا په داسې حال کښې له طالبانو سره د مذاکراتو خبره کوي چې د افغانستان په کورنیو چارو کښې د امریکې لاسوهنې تراوسه د افغانانو لپاره بې له جنګ، نښتو، ترهګرو حملو او ملکي وګړو له وژلې بله نتیجه نه ده لرلې.