بهرنیو عسکرو بیا دافغانستان ښاریز وژلی
Oct 17, 2019 02:54 Asia/Kabul
-
د طالبانو په مرکزونو د امریکا دهوايي بریدونو له زیاتیدا وورسته د ملکي وګړو وژله ډیره زیاته شوي ده .
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د میدان وردک د ولایتی شورا غړی شریف الله پرون ځایی رسنیو ته وویل د « نرخ » ولسوالۍ په « صد مرده » سیمه کښې دامریکا د عسکرو په هوایی برید کښې اوه (۷) ملکی وګړی وژل شوی دی .
هغه دغه خبره تائید کړه چې د امریکا په ملکی وګړو برید کړی دی .
تیره اونۍ هم د افغانستان په بدخشان ولایت کښې د یوشمیر ملکی وګړو د وژل کیدا او دژوبلیدا په هکله یو(۱) راپور خپور شو خو عوامل یې معرفی نشول .
په تیرو څو اونیو کښې د طالبانو په مرکزونو د امریکا دهوایی بریدونو له زیاتیدا وورسته د ملکی وګړو وژله ډیره زیاته شوی ده .
کابو یوه (۱)میاشت مخکې هم د افغانستان په هلمند ولایت کښې د واده په مراسمو د بهرنیو ځواکونو په هوایی برید کښې په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوی وو .
ټیګونه