افغان ولسمشر د صلحې په خبرو کښې د اساسي قانون په دفاع تاکيد وکړ
Nov 06, 2019 07:21 Asia/Kabul
افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي د هیواد ګټو لپاره هر ډول قرباني ورکولی شي، خو په اساسي قانون به هیڅ کله معامله ونه شي.
محمد اشرف غني دا خبرې تیر ه ورځ په ارګ کښې د ولسي جرګې له یو شمیر غړو سره په لیدنه کښې کړي دي.
اشرف غنی ویلي افغانان د داسې صلحې غوښتنه کوي چې په هغې کښې خلق امنیت، هوساینه او خپل حقوق وویني.
د افغان ولسمشر په وینا د جمهوریت تر ټولو مهم اصل دا دے چې د هیواد درې واړه قواوې د جمهوریت ساتنې لپاره همغږي شي.
ده همداشان د صلحې په خبرو کښې د اساسي قانون او د ښځو حقونو ساتنې باندې ټینګار کړے دے.