د افغانستان ختیځ د داعش له شتونه پاک شو
(last modified Wed, 20 Nov 2019 01:25:00 GMT )
Nov 20, 2019 05:55 Asia/Kabul
  • د افغانستان ختیځ د داعش له شتونه پاک شو

د افغانستان ولسمشر د داعش ترهګرې ډلې له شتونه د دغه هیواد د ختیځو ولایتونو د پاکیدو خبر ورکړ.

محمد اشرف غني پرون ختیځ ولایت ننګرهار ته په سفر کښې وویل: د ګډو افغان ځواکونو د مبارزې په برکت داعش ترهګره ډله بلآخره په ننګرهار ولایت کښې نابوده شوه.

افغان ولسمشر د خپل هیواد خلکو او پوځیانو ته په خطاب کښې او بهرنیو ځواکونو ته په پیغور سره وویل: کومه ستونزه چې په سترو بمونو، ځانګړو عملیاتو او هوايي بریدونو سره حل نه شوه، هغه تاسو نن په تدبیر سره حل کړه.

اشرف غني څرګنده کړه چې د ننګرهار ولایت شیرزاد او حصارک ولسوالۍ به هم د دښمنانو له شتونه پآکې شي او په دغو سیمو کښې د خاصو عملیاتو د اجرا حکم صادر شوی دی.

د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې څلور کاله مخکښې ننګرهار ولایت په افغانستان کښې د خپل خلافت د مرکز په توګه وټاکه او خپلې ډیرې ترهګرې کړنې به یې له دغه ولایت څخه پلانولې.

 

ټیګونه