خلیلزاد له کابل وروسته قطر ته لاړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86370-خلیلزاد_له_کابل_وروسته_قطر_ته_لاړ
د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چاور وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد له کابل څخه قطر ته رسېدلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 07, 2019 04:03 Asia/Kabul
  • خلیلزاد له کابل وروسته قطر ته لاړ

د افغان سولې لپاره د امريکا د بهرنیو چاور وزارت ځانګړی استازی زلمی خليلزاد له کابل څخه قطر ته رسېدلی دی.

راپورونه وايي چې ښايي خليلزاد په قطر کې له طالبانو سره د سولې خبرې بيا پيل کړي، خو تر اوسه زلمي خليلزاد او يا هم د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په دې تړاو څه نه دي ويلي.

زلمي خليلزاد له دې وړاندې دوه ورځې په کابل کې تيرې کړې او هلته يې د حکومت له مشرانو سره د سولې په تړاو خبرې وکړې او له حکومت څخه يې د سولې د مذاکراتو په اړه د يو ټولشموله ټيم جوړولو غوښتنه کړې وه.