په خوست کښې ماین چاودنې لس کسان وژلی دی
ایرنا خبری اژانس وایی د افغانستان د خارجه وزارت ویاند نصرت رحیمی په کابل کښې خبریالانو ته وویل نن سهار پینځه (۵) بجې د خوست ولایت په علی شیر ولسوالۍ کښې یو (۱) ماین هغه وخت واچاودیده کله چې په لاره کښې یو(۱) ګاډی روان وو .
هغه وویل په دغه ماین چاودنه کښې لس (۱۰) ملکیان وژل شوی چې درې (۳) پکښې ماشومان ، دوې (۲) پکې ښځې او پینځه (۵) پکښې سړی دی .
د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت ویاند نصرت رحیمی طالبانو ډله د دغه ماین چاودنې مسوله وبلله خو دغه ډلې تراوسه په دې هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی .
ملګروملتونو د سړک غاړو ته بم چاودنې په افغانستان کښې د ملکی وګړو د وژلې مهم عامل بللی دی خو د کابل چارواکی طالبان د سړک غاړو ته د بمونو او د ماینونو د کیښودلو مسول ګڼی .
خوست ولایت د حقانی ترهګرې ډلې یو (۱) ترټولو مهم مرکز دی .