د افغانستان عسکرو اولس وسله وال کسان وژلی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86783-د_افغانستان_عسکرو_اولس_وسله_وال_کسان_وژلی
دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چې دهلمند ولایت دنادعلی ولسوالۍ په سید آباد سیمه کې له وسله والو طالبانو سره نښته رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې اولس(۱۷) تنه وسله وال طالبان وژل شوی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 24, 2019 10:53 Asia/Kabul
  • د افغانستان عسکرو اولس وسله وال کسان وژلی

دافغانستان د کورنیو چارو وزارت وایی چې دهلمند ولایت دنادعلی ولسوالۍ په سید آباد سیمه کې له وسله والو طالبانو سره نښته رامنځته شوې چې په ترڅ کې یې اولس(۱۷) تنه وسله وال طالبان وژل شوی.

یاد وزارت وایی چې ددې نښتې په پایله کې دوسله والو طالبانو یو شمیر سپکې او درنې وسلې هم دامنیتی او دفاعی ځواکونو لاسته ورغلی دی .

ویل کیږی چې دیادې نښتې په ترڅ کې ملکی خلکو او افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دی ویلی.

دیو بل خبر له مخې دهرات او کندهار په هوایی ډګرونو کې څلور ( ۴) تنه دنشه یی توکو دقاچاق په تړاو نیول شوی.

یو (۱)کس چې څه باندې یو کیلو ګرام هیرویین یې دموسیقۍ په الې کې کیښودلی وو او غوښتل یې هندوستان ته یې واستوی چې پولیسو دهرات په هوایی دګر کې له پیژندې وروسته نیولی دی.

له بلې خوا یاد وزارت وایی چې نن سهار دخوست ولایت پولیسو او دملی امنیت ځواکونو د باک ولسوالۍ په انار کلی کې یوتن د دو(۲) کړۍ ماینونو د ښخولو پر مهال لاس په لاس نیولی دی.

ویل کیږی یاد کس غوښتل ماینونه ددې سیمې دملکی مرګ ژوبلې په هدف ښخ  کړی چې موخې ته له رسیدو مخکې د افغان امنیتی ځواکونو له خوا ونیول شو.

دا په داسې حال کې ده چې دکندهار ولایت دمیوند ولسوالۍ په جوګرام سیمه کې هم درې(۳) ماین جوړوونکی دخپل لاس ماین په چاودنه کې وژل شوی.