د افغانستان د پارلمان غړی د امریکا په اقدام نیوکه وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i86886-د_افغانستان_د_پارلمان_غړی_د_امریکا_په_اقدام_نیوکه_وکړه
زمونږ خبریال وایی د افغانستان په پارلمان کښې د ننګرهار ولایت د خلکو استازی عبدالروف شپون وویل د امریکا ترټولو ستر غیر اټومی بم د ننګرهار ولایت د خلکو لپاره زیات ټولنیز تاوانونه لرلی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 29, 2019 09:38 Asia/Kabul
  • د افغانستان د پارلمان غړی د امریکا په اقدام نیوکه وکړه

زمونږ خبریال وایی د افغانستان په پارلمان کښې د ننګرهار ولایت د خلکو استازی عبدالروف شپون وویل د امریکا ترټولو ستر غیر اټومی بم د ننګرهار ولایت د خلکو لپاره زیات ټولنیز تاوانونه لرلی دی .

هغه نن د پارلمان په ښکاره غونډې کښې وویل د ننګرهار ولایت د اچین ولسوالۍ اوبه په زهرجنو موادو ککړې شوی دی او په دغه ولسوالۍ کښې کرهڼیزې ځمکې نور محصول نه ورکوی .

د افغانستان د پارلمان استازی عبدالروف شپون د بمونو د مور د غورځولو له کبله تاوانی شویو کورنیو ته د امریکا لخوا د ګرمې د ورکولو او د دغه بم د عوارضو په هکله د  ډیرو تحقیقاتو د ترسره کولو غوښتنه کړی ده .

د افغانستان د اچین ولسوالۍ خلک وایی په دغه ولسوالۍ د امریکا لخوا د  بمونو د مور له غورځولو وروسته په خلکو کښې ډول ډول د  پوستکی ، روانی او حتی د سرطان ناروغیانې خپرې شوی دی .

د بمونو مور داسې بم دی چې د افغانستان خلکو او د پارلمان استازیو یې د هغه د عوارضو په هکله د تحقیق غوښتنه کړی ده .

دا په داسې حال کښې دی چې د امریکا عسکر هره ورځ په متوسطه توګه د افغانستان په بیلابیلو سیمو دیرش (۳۰) بمونه غورځوی .

د امریکا پوځیانو دوه (۲) کاله مخکې د ننګرهار ولایت اچین ولسوالۍ ته نږدې په« اسد خیل» کلی باندې  خپل ترټولو ستر غیر اټومی بم غورځولی وو چې له کبله یې خلکو ته یوشمیر تاوانونه رسیدلی وو .