په افغانستان کې اوربند اود جنګ پاي ددرست ملت غوښتنه ده
اشرف غنی دې ته په اشارې سره چې د طالبانو د تاؤتریخوالی د کمولو په باب د امریکایانو له وړاندیز سره مخالف او په عین حال کې د اور بند دټينګیدا غوښتونکی دی ، زیاته کړې ده ، د امریکایانو پلان هیڅ قانوني او اجرائی اړخ نه لري .
زمونږخبریال راپورراکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني په افغانستان کېد امریکائي ناټو ځواک له قوماندان جنرال سکاټ میلر او په کابل کې د امریکا دسفارت له شارډزافیّر راس ویلسن سره په کتنې کې د عمومي اوربند په ټينګیدا او دجنګ په ختمیدا ټينګار وکړ .
هغه دې ته په اشارې سره چې د طالبانو د تاؤتریخوالی د کمولو په باب د امریکایانو له وړاندیز سره مخالف او په عین حال کې د اور بند دټينګیدا غوښتونکی دی ، زیاته کړې ده ،د امریکایانو پلان هیڅ قانوني او اجرائی اړخ نه لري .
د اشرف غني په وینا ،د افغانستان حکومت ټينګار کوي چې باید د افغانانو ترمینځ د خبرواترو د پیلیدو لپاره عمومي اوربند ټينګ شي .
امریکا او دهغې متحدانو په ۲۰۰۱کال کې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او په افغانستان کې دامنیت دټينګولو په پلمه په دغه هیوادیرغل کړی او دغه هیواد ئې نیولی ، خو له هماغه وخت راهسې تر دې دمه په افغانستان کې ناکراریو ،ترهه ګرۍ او دنشه ایزو توکو تولید په اوڅاره توګه وده هم کړې ده . د افغانستان چارواکو او درست ولس اوسیاستوالانو په کرتو په دغه هیواد کې د امریکا په قوماندانۍ دبهرنیو عسکرو دشتون په دوام نیوکې کړي او له افغانستانه ئې د امریکائي عسکرو دوتلو غوښتنې کړي دي .