خلیلزاد افغانستان ته لاړ
-
فایل فوټو
د افغانستان لپاره د امریکې ځانګړی استازی نن له پاکستانه کابل ته ورسید.
آوا خبري آژانس لیکلي چې ځلمي خلیلزاد نن کابل ته له رسیدو سمدستي وروسته د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره ملاقات وکړ او د امریکې او طالبانو ترمینځ تش په نامه د صلحې مذاکراتو د بهیر د نتایجو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.
خلیلزاد له دې مخکښې پاکستان ته تللی او د دغه هیواد له ځینو جګ پوړو چارواکو سره یې کتلي وو.
په دې لړ کښې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن په یوشمیر بیانیو کښې وویل: شاه محمود قریشي په اسلام آباد کښې د ځلمي خلیلزاد په کتنه کښې ټینګار وکړ چې د پاکستان حکومت به په افغانستان کښې د صلحې د تامین لپاره د هلوځلو ملاتړ جاري وساتي.
د پاکستان خارجه وزیر هم داشان وویل: د طالب ډلې او امریکې ترمینځ د موافقې فاینل کیدل د بین الافغاني خبرواترو لاره هواروي.
په دغه کتنه کښې ځلمي خلیلزاد هم شاه محمود قریشي له طالبانو سره د امریکې د وروستیو خبرواترو له وروستیو بدلونونو خبر کړ.
خلیلزاد هم داشان د پاکستان د پوځ د ځمکني ځواک له قومندان جنرال قمر جاوید باجوا سره هم د سیمې او د افغانستان د مذاکراتو په شمول د ځینو مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.