په لغمان کښې يو قومي مشر ووژل شو
ناڅرګندو وسله والو په ختیز ولایت لغمان کې یو قومی مشر په ډزو وواژۀ
دلغمان دامنیه قومانداني ویاند شفیع الله وایی نن له غرمی مخکې د دولت وسله والو مخالفینو ددغه ولایت دمرکز مهترلام اړوند بابا صیب په دښته کې قومی مشر ملک ګل خان په ډزو وواژۀ.
دامنیه قوماندانۍ ویاند وویل دبرید په مهال له یاد قومی مخور سره دوه نور عامه وګړي چې یې ددۀ پر وینا د ښوونځي زده کوونکي دي هم وژل شوي دي. هغه وویل تر اوسه د وژل شوي قومی مخور د قتل انګیزه نده روښانه خو پر وینا یې چې پولیسو د هغه د قاتلینو د پیژندنې او نیول کیدو هڅې پېل کړي دي.د ناپیژاندو او مخپټو وسله والو په برید کې تر ډیره حکومت پلوه مشران په نښه کیږي خو دا نده څرګنده چې وژل شوی تن دحکومت ملاتړی و که نه .ددولت مخالفو وسله والو ډلو تر اوسه ددغه قومي مشر د وژل کیدوپړه پر غاړه نده اخیستې. تیره ورځ دننګرهار ولایت په دره نور ولسوالۍ کې هم نا څرګندو وسله والو دیوې کورنۍ درې غړي چې دوه یې ورونه وو په ډزو وژلی و چې تراوسه یې د وژل کیدو لامل او د وژونکو هویت نه دے روښانه شوے.