د هرات والي په دغه ولایت کې د کرونا ویروس پېښه ردوي
(last modified Sat, 22 Feb 2020 11:59:00 GMT )
Feb 22, 2020 16:29 Asia/Kabul
  • د هرات والي په دغه ولایت کې د کرونا ویروس پېښه ردوي

نن بېلا بېلو سرچینو په افغانستان کې د کرونا ویروس د نوې پېښې د تایید خبر ورکړی و.

ځینو سرچینو دغه خبر د هرات والي عبد القیوم رحیمي له خولې ورکړی و چې په یاد ولایت کې یې د پېښې تایید کړی دی.

خو د طلوع نیوز د خبر له مخې، د هرات والي او ددغه ولایت د روغتیا ریاست چارواکي یاده پېښه ردوي.

له دې وړاندې د ځینو سرچینو په وینا د هرات والي د یادې پښې تایید کړی او زیاته کړې یې ده، «یوه ناروغ کې د کرونا ویروس نښې موندل شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس په اړه دغه خبر په چټکۍ سره خپور شو خو وروسته د هرات والي او روغتیایي چارواکو ددغه خبر تردید وکړ.

راپورونه وایي، د کرونا ویروس له کبله تر دې دمه ۲۳۴۵ تنه وژل شوي او تر ۵۷زرو زیات پرې اخته شوي دي.

یاد ویروس له چین بهر نږدې ۲۵ هېوادونو ته خپور شوی چې شاوخوا ۱۰۰۰ کسان پرې اخته شوي او تر دې دمه یې له لسو زیات کسان وژلي دي.

 

ټیګونه