په ۲۰۱۹کال کښې له درې زرو زيات عامه افغانان ووژل شول
په افغانستان کښې د ملګرو ملتو د نمائندګۍ دفتر يوناما وويلو په تېر ۲۰۱۹ ميلادي کال کښې په افغانستان کښې تقريباً درې زره څلور سوه درې تنه عامه افغانان وژل شوي او شپږزره ۹۸۹ تنه نور ژوبل شوي دي.
د طلوع نيوز د رپوټ له مخې يوناما په خپل وروستي رپوټ کښې د امريکې په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو په حملو کښې د ګڼ شمېر عامه وګړو قتل عام ته بې له څه اشارې په افغانستان کښې د نښتو او تاوتريخوالو په دوام د اندېښنې په څرګندولو سره وويل: مخالفې ډلې د يو زر ۶۶۶ عامه وګړو او د يو زر ۴۷۳ حکومتي ځواکونو د وژلې عاملې دي.
د دغه رپوټ له مخې په افغانستان کښې د عامه وګړو سرتاوانونه هم هغه زيات دي او له دغه بهير څخه د مخنيوی لپاره د جنګ جګړو او تاوتريخوالو خاتمه ډېره ضروري ده.
همدارنګ وويل شول چې په افغانستان کښې د تاوتريخوالي د کمولو په اړه د طالبانو او امريکې ترمېنځ وړومبنۍ اوۀ ورځنۍ موافقه د تېرې جُمعې د ورځې له دولسو بجو نه شروع شوه او تر يوې هفتې پورې به دوام ولري.
د تاوتريخوالی د کمېدو د هفتې په اومه ورځ ټاکل شوې ده امريکه او طالبان به د جنګ جګړو ختمېدو موافقه ليک لاسليک کړي.