د عشق آباد له خوا د افغانستان او ترکمنستان تر مینځ د ګډي پولي بندیدا
(last modified Tue, 25 Feb 2020 11:19:02 GMT )
Feb 25, 2020 15:49 Asia/Kabul
  • د عشق آباد له خوا د افغانستان او ترکمنستان تر مینځ د ګډي پولي بندیدا

د افغانستان په هرات  ولایت کې د کرونا   مرض له خپرېدو   وروسته، ترکمنستان د افغانستان سره خپله ګډه پوله وتړله.

د هرات په ولایت کې نن  ځایي سرچینې اعلان وکړ: د تورغنډۍ په سیمه کې د افغانستان او ترکمنستان ګده پوله د کابل سره د همږغۍ پرته د ترکمنستان د سرحدي ځواکونو له خوا بنده شوله.
د ترکمنستان هیواد په افغانستان کې د فاریاب، بادغیس او د هرات ولایتونو سره تر دو سوه کیلومتره   اوږده ګډه پوله لري.
ویل کیږي چي ازبکستان هم غواړي خپلي ګډې پولي د افغانستان سره بندي کړي.
د افغانستان د صحت عامې وزیر فیروز الدین فیروز تېره ورځ په کرونا وایرس باندې د یو هراتي کس د اخته کېدو خبر ورکړ، اوس هم څو تنه مشکوک کسان د هرات په ښار کې بستري شوي دي.

ټیګونه