افغانستان کښې د کورونا ویروس له امله دویم کس هم مړ شو؛ وائرس په ټولنه کښې د خپرېدو په حال کښې دي
(last modified Thu, 26 Mar 2020 02:55:56 GMT )
Mar 26, 2020 07:25 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د کورونا ویروس له امله دویم کس هم مړ شو؛ وائرس په ټولنه کښې د خپرېدو په حال کښې دي

د افغانستان د عامې روغیتا وزارت وايي، هېواد کې د کورونا وایرس له امله دویمه مړینه په هرات ولایت کې شوې ده.

همدارنګ تر دې مخکې بلخ ولایت کې یو کس چې په کرونا  ویروس اخته وو، مړ شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار پرون د خبري غونډې پر مهال وویل چې کورونا وایرس افغانستان کې په لویه پیمانه د خپرېدو په حال کې دي.

نوموړي وویل چې هرات  ولایت کې په کرونا  اخته یو ۴۵ کلنه مېرمن مړه شوې، او په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر ۷۹ ته رسېدلی دے.

هرات د کرونا ویروس له امله تر نورو ولایتونو ډېر تر ګواښ لاندې دی، او دا مهال تر څلوېښتو زیاتې مثبتې پېښې پکې ثبت  شوي دي.هرات ولایت کې پر ورځني ګرځېدا بندیز لګول شوی دی.

د افغانستان د عامې روغیتا وزارت ګواښ کړے که د کرونا وایرسو پر وړاندې جدي ګامونه پورته نشي، نو د افغانستان نیم نفوس به په کورونا ویروس اخته شي.

عامې روغتیا وزارت له خلکو وغوښتل چې په  کورونو کښې پاتې شي، او د دغه وزارت پر روغتیایي لارښونو سخت عمل وکړي.

 

ټیګونه