د افغانستان طالبان د امارت په احیا ټینګار لري
زمونږ خبریال وايي د افغانستان ډله ییزو رسنیو د طالبانو د پلاوي د غړیو په قول وویل په هیواد کښې د اسلامي امارت احیا کول د دغه ډلې سره کرښه ده .
د افغانستان طلوع نیوز ټیلي ويژن چې ډیر کتونکي لري پرون په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر د یوه (۱) غړي ملا فاضل مظلوم په قول وویل دغه ډله به په افغانستان کښې مشارکتي نظام ته غاړه کې نه ږدوي .
ملا فاضل مظلوم په یوه (۱) پیغام کښې چې د افغانستان ډله ییزو رسنیو ته استول شوی دی وویل له طالبانو سره د رهبرۍ تعلق ، د اسلامي امارت اعاده او د شرعي نظام نافذول به د کابل له حکومت سره په خبرو کښې زمونږ سره کرښه وي او مونږ له خپل دغه دریځ څخه شاتګ نه کوو .
د افغانستان د طالبانو د دعوت او د ارشاد کمیسیون مسول او د رهبرۍ د شورا غړي مولوي کبیر هم ویلي دي زمونږ بریالیتوب به دا وي چې د افغانستان سیاسي نظام بدل شي او که چیرې دغه نظام په ځاې پاتې شي او مونږ یوازې لاړ شو د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړو زمونږ حالت به له مخکې څخه نور هم پسې خراب شي .
د طالبانو د مشرانو دغه څرګندونې په داسې حال کښې ترسره کیږي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتیجو په هکله په هیواد کښې سیاسي اختلافات هماغه راز دوام لري .