د افغانستان حکومت پرون سل نور طالبان خوشي کړل
Apr 10, 2020 04:44 Asia/Kabul
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي امنیت د شورا دفتر وویل چې د کابل حکومت پرون سل () طالبان له زندان څخه خوشي کړل .
د افغانستان د ملي امنیت شورا دفتر وویل د طالبانو خوشي شوي کسان بایومیټرک شوي او له هغوې ژمنه اخیستل شوي ده چې د حکومت پرضد دوباره د جنګ میدان ته ورستانه نشي .
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل هم وویل دغه سل (۱۰۰)طالب بندیان د روغتیا حالت او دهغوې د سزا د پاتې مودې او عمرونو ته په پام سره په هیواد کښې د سولې د ټینګیدا لپاره د هڅو د یوې(۱)برخې په توګه خوشي کړې شوي دي .
د افغانستان حکومت بل پرون هم د طالبانو سل (۱۰۰) غړي له زندان څخه خوشي کړي وو .