طالبان: اوس لپاره اوربند معقول کار نه دے
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i89568-طالبان_اوس_لپاره_اوربند_معقول_کار_نه_دے
طالبانو، د افغان حکومت له لوري د روژې میاشت کې د اوربند غوښتنه، د اوس لپاره نا معقوله وبلله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 25, 2020 02:11 Asia/Kabul
  • طالبان: اوس لپاره اوربند معقول کار نه دے

طالبانو، د افغان حکومت له لوري د روژې میاشت کې د اوربند غوښتنه، د اوس لپاره نا معقوله وبلله.

د افغان سرچينو د رپوټ له مخې افغان ولسمشر غني د روژې میاشتې د رارسېدو په مناسبت یو ځل بیا  له طالبانو د اوربند غوښتونکی شو، چې یو ځل بیا د طالبانو له منفي ځواب سره مخ شو.

قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د خپل ټوېټر له لارې د افغان ولسمشر غني لخوا د اوربند غوښتنې په اړه ویلي، په داسې حال کې چې د دوی زرګونه بندیان زندانونو کې د کرونا ویروس له امله په خطر کې وي، او له امریکا سره شوې هوکړه هم هغسې چې باید عملي شوې وې، نه دی عملي شوې، د اوربند غوښتل معقول کار نه دے.

نوموړي پر خپل توېټ لیکلي، چې طالبانو امریکا سره د سولې هغه  جامع میکانیزم منلی، چې په وینا یې د امنیت شورا او نړیوالې ټولنې هم منلی، او که پرې عمل وشي، سولې ته هم رسېدلی شي.

طالبانو د اوربند د نه منلو یوه د خپلو بندیانو نه خلاصون په ګوته کړی دی، او ویلي چې زرګونه بندیان یې باید تر بین الافغاني خبرو مخکې خوشې کړل شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، چې د ولسمشر غني د فرمان پر اساس به تر بین الافغاني خبرو مخکې ۱۵۰۰ طالب بندیانو خوشې کړي.