د افغانستان په وروستیو نښتو کښې ۳۶ کسان ووژل شول
-
د افغانستان د ملي اردو د عملیاتو یو پخوانی تصویر
د پلازمینې کابل په شمول د افغانستان په مختلفو سیمو کښې د دغه هیواد له پوځیانو سره د طالبانو او ترهګرو په نښتو کښې ۳۶ تنه وژل شوي او ۱۶ تنه نور زخمي شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت پرون وویل چې د دغه هیواد په لوګر ولایت کښې د ملي اردو او طالب وسله والو ترمینځ د نښتې له امله د دغې ډلې د یو مشر په شمول ۱۸ وسله وال ووژل شول.
د افغانستان د داخله وزارت ویاند هم داشان په کابل کښې له ترهګرو سره د پولیسو د نښتې خبر ورکړ او ویې ویل: په دغې نښتې کښې یو ترهګر وژل شوې او درې نور زخمي شول.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په عین حال کښې په ختیځ ولایت ننګرهار کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د ملګرتیا په تور د اتو کسانو د نیول کیدو خبر ورکړ.
هم داشان د قندوز ولایت سیمه ایزو مسئولانو پرون وویل چې د دغه ولایت په دوو ولسوالیو کښې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمینځ د نښتې له امله لس تنه طالبان او درې افغان پوځیان وژل شوي او هم داشان پنځه طالبان او څلور افغان پوځیان زخمي شوې دي.
د افغانستان د شمال په جوزجان ولایت کښې هم ځايي چارواکو له طالبانو سره په نښته کښې د دغه هیواد د پوځ د څلورو ځواکونو د وژل کیدو او د څلورو نورو د زخمي کیدو خبر ورکړ.