اشرف غني او عبدالله عبدالله زر موافقه کوي
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان د ولسمشر مرستیال سرور دانش د خپل هیواد په چارو کښې د ملګروملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي ډیبرا لاینز سره په خبرو کښې وویل د عبدالله عبدالله او د اشرف غني ترمینځ زر موافقه نهايي کیږي او دواړه لوري سیاسي تاوتریخوالي پاې ته رسوي .
د افغانستان د انتخاباتو کمیسیون اشرف غني د ولسمشرۍ دانتخاباتو ګټونکی اعلان کړی دی خو عبدالله عبدالله دغه نتیجې نه مني او دواړو مشرانو په تیر لمریز کال کښې په جلا جلا توګه د لوړې مراسم هم ترسره کړي وو .
د افغانستان د ولسمشر مرستیال سرور دانش وویل چې د ملي ګډون د حکومت په چوکاټ کښې د وحدت او د غږملتیا د پیاوړتیا لپاره هڅه روانه ده او په راتلونکو څو ورځو کښې به عبدالله عبدالله او اشرف غني نهايي موافقې ته ورسیږي او عبدالله عبدالله به د روغې جوړې د لوړې شورا مشرۍ پرغاړه واخلي .