د افغانستان سیاسی ترینګتلیا د حل تر درشله رسیدلې
خلک دې ډاډمن ووسي،چې په دغوخبرواتروکې یولړ پرمختګونه شوي دي او په اصولو ځیني موافقې شوي دي او اوس کار د دواړو لورو ترمینځ دموافقې د جزیاتو او نهائي کولو تر حده رسیدلی دی .
زمونږخبریال راپور راکړد افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو د ثبات او همپالنې دټيم مشرعبدا...عبدا... او د ولسمشر اشرف غني مرستیال محمد سروردانش وئيلي دي،په دغه هیواد کې دسیاسی بحران پاي ته نزدې شوي دي .
عبدا..عبدا...چې ځان د افغانستان ولسمشر ګڼي نن سهار وئيلي دي ،یوه موده کیږي،چې دسیاسی ترینګلتیاؤ دحل لپاره دد ملی شخصیتونو په خیرغواړو هلوځلو پسې د دواړو لورو(اشرف غني او عبدا...عبدا..) ترمینځ روانې دي .
د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ثبات او همپالنې دټيم مشر زیاته کړې ده،خلک دې ډاډمن ووسي،چې په دغوخبرواتروکې یولړ پرمختګونه شوي دي او په اصولو ځیني موافقې شوي دي او اوس کار د دواړو لورو ترمینځ دموافقې د جزیاتو او نهائي کولو تر حده رسیدلی دی .
سرور دانش هم وئيلي دي،ډير زر د اشرف غني او عبدا..عبدا... ترمینځ موافقه نهائی کیږي او په افغانستان کې به سیاسی تاؤتریخوالي پاي ته ورسیږي .
د افغانستان د ولسمشر مرستیال زیاته کړې ،په راتلونکو څو ورځو کې به د اشرف غني او عبدا.. عبدا... ترمینځ موافقه لاسلیک شي او په اساس به ئې عبدا...عبدا... د افغانستان دمصالحې دلوړې شورا مشري په غاړه و اخلي .