کروناویروس دافغانستان تجارت ته یونیم میلیاردډالري تاوانونه اړولي
(last modified Sat, 09 May 2020 09:28:36 GMT )
May 09, 2020 13:58 Asia/Kabul

د افغانستان د روغتیائي چارو وزارت پخپلې وروستۍاعلامیې کې وئیلی دي ، په درست افغانستان کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو شمیر درې زره اوه سوه اته اویا تنو ته رسیدلی او دغه راز له بده مرغه یو سل نهو کسانو هم خپل ژوند له لاسه ورکړی دی .

 ایرنا خبری آژانس راپورورکړ  د افغانستان دپانګونې  او تجارت د کوټې  یوه مسئول مقام  خان جان الکوزي نن  په یولړ  څرګندونو کې  په افغانستان کې  د کرونا ویروس د  اړخونو په باب  وئیلي دي  ددغه ویروس پراخه خوریدا لامل شوې ،  ددغه هیواد  اتیافی صدي تولیدونکي کارخانې بندې شي او  صادرات او  واردات  هم په بې مخینې ډول کم شي . په دې ډول  دغه مرګوني ویروس د افغانستان خصوصي برخې ته   کابو یو نیم میلیارډ ډالرو په ارزښت تاوان رسولی دی .

 الکوزي وئیلی دي،که دغه وضعیّت ترڅو نورو میاشتو پورې  دوام وکړي،نو د کابل دحکومت او نړیوالې ټولنې له مرستې او ملاتړ پرته به ددغه هیواد د تولیدولو نوره کارخانې  هم دیوالیه  شي .

وروستی راپورونه ښئ چې  دکندهار والی حیات ا... حیات هم په کروناویروس ککړ شوی دی .

Image Caption

ټیګونه