د پټونې ماته خوړلی سیاست، د اسرائیلو او ایران په رسندوي تګلاره کښې فرق څه دی؟
(last modified Wed, 30 Oct 2024 05:36:00 GMT )
Oct 30, 2024 10:06 Asia/Kabul
  • د پټونې ماته خوړلی سیاست، د اسرائیلو او ایران په رسندوي تګلاره کښې فرق څه دی؟

پارس ټوډی- د ایران اسلامي جمهوریت له اسرائیلو سره د مقابلې په دوران کښې په دې لټه کښې دی چې د جنګ په هکله یو حقیقي او واضح تصویر وړاندې کړي ترڅو ټو پوه شي چې د غزې او لبنان بې دفاع خلک له څومره غدار او جنایتکار دښمن سره مخامخ دي.

د غزې او لبنان د خلکو خلاف د صهیونزم د جنګ او له ایران سره یې د دښمنۍ د حقیقت په موندلو کښې یوه مهمه مسئله، د هر لوري په خبري کړنلارو پوهیدل دي. د پارس ټوډی د خبر له مخې، «محمد کاظم انبارلویي» په جام جم نومې ایرانۍ ورځپاڼې کښې په یو یادداشت کښې په دې هکله لیکلي دي:

په هغو تلفاتو او تاوانونو باندې د صهیونیسټي رژیم لخوا برغولې کښیښودل چې په تیر یو کال کښې یې زغملي دي، د نړۍ د عامه افکارو په نزد د خپل جعلې رعب او دبدبې له ختمیدو د اندیښنې له امله دي. له طوفان الاقصی عملیاتو وروسته مو دوه رسندوي تګلارې ولیدې.

د ماجرا یو لوري ته د قدس نیواکګر رژيم دی چې خپله پوره هڅه کوي، سره د هغو سختو ګوزارونو چې د مقاومت له چورلیزه یې خوړلي دي، د خبرونو او معلوماتو په سخت سانسور سره، د وراوښتو تلفاتو او تاوانونو په هکله د خر خبر د خپریدو مخه ونیسي او د صحنې بل اړخ ته، د ایران د اسلامي جمهوریت رسندوي تګلاره ده چې د صهیونیسټي رژیم له خوا د هر ډول جنایتونو په هکله معلومات په رڼه او شفافه توګه د رسنیو خاوندانو ته ورکوي.

د صهیونیسټي رژيم د پټونې سیاست، د دغه رژیم د کمزورۍ نښه ده او اسرائیلیانو خپلې رسنۍ په جنګ پورې د اړونده خبرونو د خپرولو په نسبت تر کنټرول او څارنې لاندې ساتلې دي چې داشان، عامه اذهانو ته القا کړي چې د جنګ ګټونکي هم دوي دي او نه غواړي تراوسه د وراوښتو تلفاتو سره سره، له ځانه یوه خرابه او کمزورې څیره وښايي.

په دې مقابله کښې د ایران اسلامي جمهوریت په دې لټه کښې دی چې د جنګ په هکله یو روښانه او حقیقي انځور وړاندې کړي چې ټوله نړۍ خبر شي چې د غزې او لبنان خلک له څومره سخت غدار او جنایتکار دښمن سره مخ دي کوم چې د هیڅ ډول نړیوالو قواعدو، ضوابطو او اصولو خیال نه ساتي او بې شمیره جنګي جنایتونه او نسل وژنه یې ترسره کړې ده.

د ایران په رسندوي او خبري سټراټیجۍ کښې د جنګ په هکله رښتیا خبرونه خپریږي او په دا ډول خبرتیا رسونه کښې نه یو څیز ستر ښودل کیږي او نه وړوکی بلکې هر خبر حقیقي او رښتیا خپریږي ترڅو نړیوال پوه شي چې په لویدیځه آسیا کښې څه روان دي خو په مقابل کښې اسرائیلیان، د جنګ په دوران کښې، هم د خپلې مرګ ژوبلې او هم د تاوان او لګښتونو اندازه چې پټوي ترڅو هم په داخل کښې له ټولنیزو ستونزو سره مخامخ نه شي او هم د جنګ لګښت یا ګټه خلکو ته ونه سپاري.

د صهیونیسټي رژيم له سانسور سره مل رسندوي سیاستونه، یو ماته خوړلی اقدام دی. سره له دې چې اسرائیلیانو په نیواکي ټاټوبي کښې رسنۍ او همداشان په لویدیځ کښې په ځان پورې پیئلې رسنۍ بیخي محدودې کړي دي خو دا تګلاره یې هیڅ ګټه نه کوي ځکه چې د نړۍ عامه افکار ښه پوه شوي دي چې اسرائیلو په دې وروستیو کلونو کښې سره د خپلو ټولو ترسره کړو جنګي جنایتونو او په دغه جنګ کښې عامه افکارو ته د خپلې بریالۍ څیرې د وړاندې کولو لپاره له هلوځلو سره سره، هم په نیواکي ټاټوبي کښې دننه او هم په ټوله نړۍ کښې د صهیونیسټي رژیم د اقداماتو خلاف د اعتراضونو غږ اوریدل کیږي.

 

ټیګونه