اوو میاشتو کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې هیوادونو ته د ایران پنځوس میلیونه ټنه شیان صادر شوي
پارس ټوډې – د دنیا د تیلو په تولید کښې د ایران د ونډې زیاتیدل، د ایران د کرهڼيزو محصولاتو د صادراتو د ارزښت اتویشت فیصده وده ، د لویدیځې اسیا هیوادونو ته د ایران د شیانو د صادراتو لس فیصده زیاتیدل،
، د اسلامي ملګرتیاو د موسسې غړیو هیوادونو ته د ایران د شیانو د صادراتو زیاتیدل او تاجیکستان ته د ایران د یوسل اتو میلیونو ډالرو په ارزښت د شیانو صادریدل د ایران وروستي اقتصادي خبرونه دي.
د ایران د تیلو وزیر وویل : د روان میلادي کال په دریمو دریو میاشتو کښې د تهران د اومو تیلو او د مایع ګازو تولید د تیر میلادي کال په پرتله څه د پاسه اته فیصده وده لرلي ده.
د تیلو د صادرونکو هیوادونو اوپیک د سیکریټریټ د نوي راپور پراساس په تیرې میلادي میاشتې کښې د ایران د تیلو تولید په ورځ کښې یویشت زره بیرله شوی دی او د اوپیک په غړیو هیوادونو کښې یې په تیرې سپتمبر میاشت کښې تر ټولو زیات تولید لرلی دی.
د ایران د کرهڼیزو محصولاتو د صادراتو د ارزښت اتویشت فیصده وده :-
د ایران د اسلامي جمهوریت ګمرک یعني کسټم ادارې وویل: د روان کال په اوو میاشتو کښې د ایران د کرهڼيزو محصولاتو صادریدل د تیر کال په پرته په اتویشت فیصده زیاتیدا سره دوه اعشاریه دوه میلیارډه ډالرو ته رسیدلي دي.
د دغه راپور پراساس ډول ډول پسته په شپږ سوه څوارلس میلیونه ډالرو سره ، ډول ډول ټماټر په دوه سوه شپږویشت میلیونه ډالرو سره ، هندواڼې په یوسل نهه دیرش میلیونه ډالرو سره ، ماڼې په یوسل څلرویشتو میلیونو ډالرو سره او خرما په یوسل درویشت میلیونه ډالرو سره د کرهڼیزو محصولاتو په ډله کښې تر ټولو ستر صادراتي شیان دي.
د لویدیځې اسیا هیوادونو ته د ایران د صادراتو لس فیصده وده :-
د ایران د تجارت د پراختیا ادارې د لویدیځې اسیا د دفتر مسوول «عبدالامیر ربیهاوي» د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کښې د اسیا د حوزې هیوادونو ته د ایران د صادراتو اندازه دولس میلیارډه ډالره اعلان کړه او زیاته یې کړه د تیر کال په نسبت په دې مودې کښې د ایران د صادراتو اندازه د ارزښت له پلوه لس فیصده زیاته شوي ده.
د اسلامي ملګرتیا موسسې غړیو هیوادونو ته د ایران د صادرانو زیاتیدل :-
د ایران د اسلامي جمهوریت د ګمرک ادارې د روان کال په اوو میاشتو کښې د اسلامي ملګرتیا موسسې له غړیو هیوادونو سره د ایران د تجارتي مبادلاتو جزیات خپاره کړل چې پراساس یې حجم شپږ اعشاریه پنځوسو ټنو ته رسیږي.
د روان کال په اوو میاشتو کښې شپږ اعشاریه پنځوس میلیونه ټنه شیان چې ارزښت یې شل میلیارډه او درې سوه څلورشپیته میلیونه ډالره کیږي د اسلامي ملګرتیا موسسې غړیو هیوادونو ته صادر شول.
د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کښې تاجیکستان ته د ایران د یوسل اتو میلیونو ډالرو په ارزښت صادرات :-
د ایران او د تاجیکستان د ګډې تجارتي کوټې نائب رئیس کاظم شیردل وویل: د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کښې له ایران څخه تاجیکستان ته د یوسل اتو میلیونو ډالرو په ارزښت شیان صادر شوي دي.
له خوزستان څخه عراق ته د ایران د صادراتو یوسل دیرش فیصده وده :-
د ایران د خوزستان ولایت د ګمرکاتو ناظر «بهروز قره بیګي« وویل: د روان کال په اوو میاشتو کښې د حوزستان ولایت د تجارت د یوه هدف بازار په توګه عراق ته د ایران صادرات د تیر کال په پرته د ارزښت له پلوه یوسل دیرش فیصده زیات شوي دي.