د ننګرهار په مرکزی زندان کښی د کورونا وایرسو شپږ مثبتې پیښې ثبت شوې
(last modified Sun, 10 May 2020 08:00:33 GMT )
May 10, 2020 12:30 Asia/Kabul
  • د ننګرهار په مرکزی زندان کښی د کورونا وایرسو شپږ مثبتې پیښې ثبت شوې

د ننګرهار چارواکو د دغه ولايت د جلال آباد په زندانونو کښې د کورونا د شپږو نويو پېښو د ثبتېدو خبر ورکړ.

له جلال آباده زمونږ د خبريال د رپوټ له مخط د ننګرهار والي شاه محمود میاخیل وایی دجلال اباد دمرکزی روغتون د لېبارټرۍ د معلوماتو له مخې د جلال اباد په مرکزی زندان کښي دکورونا وایرسو شپږ مثبتی پیښۍ ثبت او دولس تنه نور شکمن زندانیان په نښه شول.

ړ ننګرهار والي وویل د مثبتو او شکمنو پیښو لرونکي زندانیان له نورو زندانیانو بيل په جوړ شوي قرنطینه مرکز کی ساتل کیږی او همدارنګه د زندانیانو بلاکونه په ضد عفوني درملو لړل شوي دي.  هغه وویل د بندیانود خلاصون په موخه د ولسمشر د فرمانونو د تطبیق کمیشن ته دنده سپارل شوې جې خپلی جارې ګړندۍ کړي او هغه بندیان چې له دغو فرمانونو سره برابر وي زر تر زره خوشي کړي.

 د جلال اباد د مرکزی زندان د مسولینو د معلوماتو له مخې دا مهال د ننکرهار په مرکزی زندان کښې چې د یو زرو پنځه سوه بندیانو د ساتلو وړتیا لري نزدې درې زره بندیان موجود وو چې په تیره یوه میاشت کښې د اتیا تنو طالب زندانیانو په ګډون نزدې نهه سوه بندیان آزاد شول.

په   ننګرهار کښی دا مهال د کورونا وایرسو ۱۶۲ مثبتی پیښی موجودې دي.

 

ټیګونه