د کابل په نښتو کښې دوه تنه مړه او ټپیان شوي دي
د افغانستان په پلازمینه کابل ښار کښې د پوځیانو په ګاډي باندې د نامعلومو کسانو په برید کشې یو پوځي مړ شوی دی.
له کابل څخه زمونږ خبریال راپور ورکړی چې د افغانستان د داخلي چارو د وزارت ویاند خبر ورکړ: نن سهار نامعلومو کسانو د کابل ښار امنیتي دولسمې حوزې د ځواکونو په ګاډي برید وکړ چې په نتیجه کښې یو پوځي مړ او بل ژوبل شوی دی.
تر اوسه هیڅ یوې ډلې یا کس د دې برید مسؤلیت په غاړه نه دی اخیستلی.
د افغانستان په سیمو کښې پرون په یو شمیر نښتو او چاودنو کښې هم په لسګونو کسان مړه او ژوبل شوې و.
د امریکا او طالبانو ترمینځه د سولې له موافقي او د دې ډلې له حکومت سره د مذاکراتو د پيل ورستو، په افغانستان کښې د دې ډلې بریدونه په دې وروستیو کښې دیر شوې دي او دا په داسې حال کښې دي چې امریکا ادعا لرله چې له دغه ډلې سره د سولې د تړون له لاسلیک څخه وروستو، دا بریدونه به تر پای ورسیږي.