عبدالله د بین الافغاني خبرو په پیلیدا ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i91045-عبدالله_د_بین_الافغاني_خبرو_په_پیلیدا_ټینګار_وکړ
تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدا په ضرورت ټینګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 26, 2020 00:16 Asia/Kabul
  • عبدالله د بین الافغاني خبرو په پیلیدا ټینګار وکړ

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدا په ضرورت ټینګار وکړ .

هغه پرون په کابل کښې له طالبانو سره د خبرو اترو د فرصتونو او د چیلنجونو په نوم غونډې کښې وویل د کابل حکومت د بین الافغاني خبرو اترو لپاره وارمخکې شرط نلري او طالبان هم باید  د دغه هیواد په نظام کښې د  یوه(۱) کس او د یوې(۱) رایې له اصل سره مخالفت ونه کړي .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د لوړې شورا مشر عبدالله عبدالله  زیاته کړه د بین الافغاني خبرو اترو له پیلیدا مخکې د طالبانو ډلې لخوا د تاوتریخوالو زیاتیدل ښه خبر نه دی او خبرو اترو ته ګوزار ورکوي .

عبدالله عبدالله دې ته په اشارې سره چې د افغانستان کړکیچ پوځي حل لاره نلري وویل په هیواد کښې سوله په ملي ارادې او اجماع سره لاس ته راځي او دواړه لوري باید نرمښت او زغم وښيي .

د افغانستان د ملي روغې جوړې د شورا د مشر عبدالله عبدالله دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې طالبانو ډلې په تیرو اونیو کښې د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره د کابل د حکومت د وړاندیز په ردولو سره د افغانستان په بیلابیلو سیمو حملې زیاتې کړي دي .