د افغانستان جنګ سیمه ایز او نړیوال اړخ لري
د اشرف غني دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې په قطر کې له طالبانو ډ لې سره دافغان حکومت دسولې خبرې اترې له تیرو درو اونیو راهسې بندون سره مخ دي او دواړه لوري په خبرواترو کې له یوه بل سره هماغه راز اختلافات لري .
زمونږخبریال د صداي افغان خبري آژانس له قوله راپور راکړ دافغانستان ولسمشر اشرف غني بیګادقطر په دوحې کې د قطر له لومړي وزیرشیخ خالد بن خلیفه بن عبدالعزیز آل ثاني سره په کتنې کې د سیمې او نړۍ له درستو هیوادونو سره په دوو اړخیزو ګټو مشتملو او دوستانه اړیکو ټينګار کړی او وئيلي ئې دي،افغانستان دسیمې او نړۍ له یوه هیواد سره هم په دښمنۍ پسې نه دی او تل له درستو هیوادونو سره د دوو اړخیزو او داحترام په اساس او او د ښو اړیکو دټينګیدا غوښتونکی دی . اشرف غني د افغانستان د سولې د بهیر په بشپړولو کې پر چټکتیا په ټينګارسره زیاته کړې ،لکه څنګه چې ولس او حتی طالبان له جنګ جګړو ستړي شوي دي ، د دغه هیواد حکومت کلک هوډ لري ، په افغانستان کې څلویښت کلن جنګ پاي ته ورسوي .
اشرف غني دوحې ته پخپل دوه ورځني سفر کې وئيلي دي سوله یوه بنیادي پانګه ده او افغان ولس پخپل هیواد کې د سولې او ثبات ټينګیدا ته ډير لیواله دی .
اشرف غني په افغانستان کې د امریکا نولس کلن جنګ ته چې ډير زیات اقتصادي تاوانونه ئې اړولي دي ، اشاره کړې او وئيلي ئې دي،ددغه هیواد ولس د جنګ د ختمیدا او د سولې او ارامښت د ټينګیدا لپاره شیبې شمیري.
د افغانستان ولسمشر زیاته کړې ده ،له طالبانوډلې سره د حکومت د سولې د مرکچي ټيم موخه،یو خپلواکه،متحدا او ډيموکراټيک افغانستان دی،چې په سولې کې ژوند وکړياو ددغه هیواد د بریاؤ د پراختیا او ساتنې توانمنۍ ولرل شي .
د اشرف غني دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې په قطر کې له طالبانو ډ لې سره دافغان حکومت دسولې خبرې اترې له تیرو درو اونیو راهسې بندون سره مخ دي او دواړه لوري په خبرواترو کې له یوه بل سره هماغه راز اختلافات لري . همداراز وئيل شوي چې دطالبانو مسئولانو هم وئیلي دي ،په دوحې کې له اشرف غني سره د لیدوکاتو هیڅ پروګرام نه لري .