ّپه ننګرهارکی دنجونودوه ښوونځیووته نوې ودانۍ جوړیږي
د ننګرهار په ولایت کې تر څلور سوه ډیر ښوونځي ودانۍ نه لری اوزده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندی زده کړه کوي
دننګرهار دپوهنې ریس حسیب الله شینواری وایي دملګرو ملتونو د کډوالو ادارې(UNHCR) په اوه سوه یوویشت زره ډالرو مالي مرسته به دا ښوونځي جوړ شي نوموړي چې د دغو ښوونځیو د ودانیو دبنسټ ایښودنې په مراسموکې خبری کولی وویل د جلال اباد ښار د شهیدی انګیزی دنجونو لېسې نوې ودانۍ به شپږدیرش خونې .څلرویشت عصري تشنابونه او د لمریزی بریښنا سیستم لرونکی د څښاک دپاکو اوبو ژوره څاه ولري او د یو کال په موده کې به درې پوړونوکې په پاخه او اساسي ډول جوړه او ګټی اخیستنې ته وسپارل شي. دپوهنې ریس دغه راز وویل د بایزید روښان د نجونو لومړنی ښوونځی به دولس درسي او څلور اداري خونې ،پنځه غرفې عصري تشنابونه او د څښاک دپاکو ژوره څاه به ولري چې په دوه پوړونوکې به په شپږ و میاشتوکې په پاخه او اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې وړ وګرځي دپوهنې ریس پر وینا ددې ودانیو په جوړولو سره به د څه باندې پنځه زره نجونو زده کوونکودسرپنا ستونزه هواره شي. د ننګرهار په ولایت کې تر څلور سوه ډیر ښوونځي ودانۍ نه لری اوزده کوونکي یې تر شنه اسمان لاندی زده کړه کوي