په غزنی کې د ځان مرګی برید مخه ونیول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93662-په_غزنی_کې_د_ځان_مرګی_برید_مخه_ونیول_شوه
د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو دموټربم بریدونه ترسره کیږي چې ډیری وخت موخې ته له رسیدو وړاندې شنډ او له مینځه وړل کیږي، تر دې درې اونۍ وړاندې په کابل کې له چاودېدونکو توکو څخه ډکه لېږدوونکې واسطه ونیول شوه .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 20, 2020 12:02 Asia/Kabul

د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې پر افغان ځواکونو دموټربم بریدونه ترسره کیږي چې ډیری وخت موخې ته له رسیدو وړاندې شنډ او له مینځه وړل کیږي، تر دې درې اونۍ وړاندې په کابل کې له چاودېدونکو توکو څخه ډکه لېږدوونکې واسطه ونیول شوه .

زمونږ خبریال له غزنی راپور راکړ د افغانستان دغزنی ولایت دامنیې قومندانۍ ویاند احمد خان سیرت تهران راډیو ته وویل،وسله والو مخالفانو غوښتل چې دګاډي په وسیله دافغان ځواک پر مرکز برید وکړي چې دغه  ګاډی  موخې ته تر رسیدو وړاندې دافغان ځواکونو له خوا له  پیژندلو وروسته په نښه  او تباه کړئ شو .  

سیرت وایي په چاودنې  کې یوازې درې پولیس برسیرن ټپیان شوي.