د افغانستان ولسمشر دوه وزیران معرفي کړل
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i93689-د_افغانستان_ولسمشر_دوه_وزیران_معرفي_کړل
شفقنا خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني دوه (۲) وړاندیزي وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره پارلمان ته معرفي کړل .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 22, 2020 01:06 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر دوه وزیران معرفي کړل

شفقنا خبري اژانس راپور ورکړ د افغانستان ولسمشر اشرف غني دوه (۲) وړاندیزي وزیران د باور رایې د ترلاسه کولو لپاره پارلمان ته معرفي کړل .

د افغانستان ولسمشر اشرف غني پرون د دغو دوو (۲) وزیرانو د معرفي کولو په مراسمو کښې چې نومونه یې نه دي ښودل شوي د هیواد خلکو ته ډاډ ورکړ د سولې په ټینګولو او د امنیت په تامینولو کښې به له ټول توان څخه استفاده وکړي .

هغه وویل ټاکل شوي ده چې په لسګونو زره امنیتي ځواکونه د هیواد امنیت تامین کړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني ډاګینه کړه طالبانو د بریدونو په زیاتولو او د جنګ په دوام سره هیواد ته زیات تاوانونه رسولي دي او د افغانستان څیره یې خرابه کړي ده .

د افغانستان د ولسمشر اشرف غني د وینا په وخت د پارلمان دوو (۲) غړیو د غني د حکومت په ناکارنده او نامناسب کړچار نیوکه وکړه چې ولسمشر غني په غه کار خپه شو .

حاضردمه د افغانستان ځینې وزارتونه په سرپرستانو سره اداره کیږي .