طالبان له جنګه لاس په سرکیدا پرته بله چاره نه لری
طالبان غواړي ، د خبرواترو په پوښښ کې په جنګ کې د بریالیتوب او امتیاز اخستو په فکر کې شي ، چې دا یو باطل او پوچ خیال دی .
زمونږخبریال د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ ډ افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش ټينګارکړی،طالبانوډله د جنګ له ختمولو پرته بله چاره نه لري .
سرودر دانش پرون یوځل بیا پرطالبانو غږ کړی،په قطرکې دسولې د خبرواترو یوې نتیجې ته درسیدا لپاره ، دې وخت ضائع نه کړی او په افغانستان کې دې له اور بند او د جنګ جګړو او وژلو له ختمیدو سره موافقه وکړي .
د افغانستان دغه لوړپوړي چارواکي وئيلي دي ، د افغانستان له حکومت سره له خبرواترو سره په یووخت د طالبانو دجنګ سختول ، ددغې ډلې په کړچار کې ښکاره توبیر دی .
د اشرف غني دوهم مرستیال زیاته کړې ،طالبان غواړي ، د خبرواترو په پوښښ کې په جنګ کې د بریالیتوب او امتیاز اخستو په فکر کې شي ، چې دا یو باطل او پوچ خیال دی .
د سروردانس دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې په تیرو څوورځو کې په قطر کې د اشرف غني د حکومت او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې له خبرواترو سره سره ، دافغانستان بیلابیلې سیمې د هغو پراخو نښتو اوبم چاودنو شاهدې دي ، چې له امله ئې د عامو خلکو پشمول د دواړو لورو په سلګونو کسانو ته مرګ ژوبلې اوښتي دی .