ناټو په افغانستان کې د ځپلو لپاره دامریکا یو آوزار دی
(last modified Mon, 26 Oct 2020 01:09:49 GMT )
Oct 26, 2020 05:39 Asia/Kabul
  • ناټو په افغانستان کې  د ځپلو لپاره  دامریکا یو آوزار دی

د افغانستان دملی کانګرس ګوند مشر له دې مخکې هم وئيلي وو ،نیواکګران او استعمارګران په دومره آسانۍ سره له دغه هیواد اوسیمې نه ووځي ، له دې امله خلک باید دامریکا او د هغې د متحدانو په سپیرو نقشو هوښیار او ځير ووسي .

 تسنیم خبری اژانس راپور ورکړی  د  افغانستان  دملی کنګرې  ګوند مشر  عبدالطیف پدرام  پرون په یولړ څرګندونو کې وئيلي دي ، ناټو ځواک باید زرترزره له افغانستانه ووځي ،ځکه دغه ځواک  په دغه هیواد کې د  جنګ ، جنایتونو او ترینګلتیاؤ عامل او دغه راز په دغه هیواد کې د سولې د ټينګیدا خنډ دی .

 د افغانستان دملی کانګرس  ګوند  مشر له دې مخکې هم وئيلي وو ،نیواکګران او استعمارګران  په دومره آسانۍ سره  له دغه هیواد اوسیمې نه ووځي  ، له دې امله  خلک باید  دامریکا  او د هغې د متحدانو په سپیرو  نقشو  هوښیار او ځير ووسي . 

 پدرام  په افغانستان کې د جنګی جنایتونو  دا رزونې لپاره  د هڅې په دلیل  د امریکا له خوا د هیګ نړیوالې محکمې د قاضیانو د بایکاټولو په غبرګون کې  امریکا  د حکومتي ترهه ګرۍ  مصداق بللې او  روښانه ئې کړې ده ،  دامریکا لوړپوړي چارواکي د بشریّت په ضد په جنګي جنایتونو او کرغیړنو اقداماتو تورن دي .  هغه په داسې حال کې  له افغانستانه د ناټو او امریکائي  ترهه ګرو عسکرو پر وتلو ټينګار کړی  چې  د ناټو موسیسې عمومی منشي ینس سټولتنبرګ  په افغانستان کې  د بهرنیو عسکرو  د شتون  د دوام حتی له  افغانستانه د وتلو لپاره له ټاکلي وخته  وروسته چې  د قطر په موافقې کې ئې وخت ټاکل شوی دی ،  خبر ورکړی دی .

د طالبانوډلې  او امریکا ترمینځ  په قطر کې  د شوي موافقې په اساس  د امریکاترهه ګر پوځيان باید  سوکه سوکه له افغانستانه پښې سپکې کړي .

 

ټیګونه