اشرف غني له طالبانو د جنګ د ختمولو غوښتنه وکړه
Oct 27, 2020 05:12 Asia/Kabul
د افغانستان ولسمشر یوځل بیا په ده هیواد کښې له طالب ډلې څخه د جنګ او نښتو د ختمولو غوښتونکې شو.
محمد اشرف غني پرون د افغانستان د پوځ د ځانګړو ځواکونو په کتنه کښې د هیواد په دفاع کښې د هغوي په قدرونې سره وویل: د طالبانو جنګ رواوالې نه لري ځکه چې افغان وژنه ده.
هغه زیاته کړه: د افغانستان خلک له وسله والو او ترهګرو سره د مقابلې لپاره د ملي اردو د ځواکونو ترڅنګ ولاړ دي.
یاده دې وي چې په افغانستان کښې د نښتو او جنګ جګړو د ختمولو لپاره د دغه هیواد د حکومت او طالبانو ترمینځ د صلحې خبرې اترې د تیرې ستمبر میاشتې له دولسمې نیټې د قطر په دوحه کښې پیل شوې او لاهم دوام لري خو دواړه لوري تراوسه موافقې ته سره نه دي رسیدلې.