په افغانستان کې الیکټرانیکی پيژندپاڼه دبدلیدو نه ده
دافغانستان د ولسی جرګې غړو د الیکټرانيکي پيژندپاڼود بدلولو پلان تائيد کړی څو ددغو پيژندپاڼو ویش ودرول شي .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ د افغانستان د ولسمشرۍ د چارو د ادارې عمومی مشرفضل فضلی نن په یو لړ څرګندونو کې د الیکټرانیکي پيژندپاڼې د بدلولو په پلان چې د و لسی جرګې له خوا تائيد شوی ، په غبرګون ښودلو سره وئيلي دي ، د الیکټرانیک پیژندپاڼې د ویشلو بهیر د تیر په شان دوام لري او غوښتونکي د ویش له مرکزونو پیژندپاڼې ترلاسه کولی شي .
فضل فضلي زیاته کړې ، الیکټرانیک پيژندپاڼو د ویش په بهیر کې هیڅ ډول بدلون او ځنډول وجود نه لري . دافغانستان د ولسی جرګې غړو د الیکټرانيکي پيژندپاڼود بدلولو پلان تائيد کړی څو ددغو پيژندپاڼو ویش ودرول شي . په دغه پلان کې په دغو پيژندپاڼو کې د ملت او ملیّت د لیکولو په باب کار شوی څو داختلافي موردونو په حل سره ددغو پيژندپاڼو د ویشلو زمیننه برابره شي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د خپلې ولسمشرۍ په لومړي پړاؤ کې په یوه فرمان کې په پيژندپاڼو کې د دین ،ملت او ملیّت د ټکو د درجولو غوښتنه کړې او دوه کاله مخکې ئې هم ددغو پيژندپاڼو د ویشلو بهیر پیل کړی دی .