له طالبانو سره په ولسي مقابلې باندې د اشرف غني ټینګار :-
د افغانستان ولسمشر اشرف غني له طالبانو سره د ولسي ځواکونو په مقابلې ټینګار وکړ .
هغه د ویډیو کانفرنس له لارې د افغانستان په لویدیځ کښې والیانو او پوځي قومندانانو ته په وینا کښې وویل ولسي ځواکونه د طالبانو له حملو سره د مقابلې کولو او په تیره بیا د لویو لارو د امنیت د ساتلو لپاره باید چمتو ووسي .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د قندهار وروستیو خونړیو جنګونو ته په اشارې سره وویل امنیتي ځواکونه باید په ټول توان سره وکولای شي د دغه ښار په بیلابیلو سیمو کښې طالبانو ته ماتي ورکړي .
اشرف غني له دې مخکې هم د افغانستان په امنیتي ځواکونو غږ کړی و چې له دفاعي حالت څخه د یرغل حالت ته د خپل وضعیت په بدلولو سره د طالبانو او د حقاني او د داعش ترهګرو ډلو په مرکزونو بریدونه وکړي .
له طالبانو سره د مقابلې لپاره د ولسي ځواکونو د چمتو کیدا په هکله د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دریځ په داسې حال کښې دی چې د کابل حکومت له تیرو دوو (۲) کلونو راهسې د ولسي ځواکونو له فعالیت سره مخالفت کړی و .
د افغانستان حکومت حتی ځايي قومندانانو ته حکم ورکړی و په هیواد کښې د ولسي ځواکونو هر ډول فعالیت چې د هیواد له رسمي ولسي ځواکونو سره موازي اقدامات ګڼل کیږي وځپي .
په دې چوکاټ کښې دوه (۲)کاله مخکې د افغانستان امنیتي ځواکونو په فاریاب ولایت کښې د ولسي ځواکونو قومندان نظام الدین قیصاري د څه مودې لپاره ونیوه .
د افغانستان د حکومت دغه دریځ په داسې حال کښې و چې په هیواد کښې خلکو او ځايي چارواکو له ترهګرو اقداماتو او ناامنیو سره په مقابلې کولو کښې د ولسي ځواکونو د اقداماتو هرکلی وکړ .
د فاریاب د پولیسو د قومندنۍ سرپرست امان الله ظافر وايي ولسي ځواکونه په دغه ولایت کښې د ترهګرۍ ضد په پنځوس (۵۰) فیصده عملیاتو کښې رول لري .
له طالبانو سره د مقابلې لپاره د ولسي ځواکونو د چمتو وسیدا په هکله د افغانستان په لویدیځ کښې له والیانو او پوځي قومندانانو سره په ویډیوکانفرنس کښې د ولسمشر اشرف غني دریځ دغه پوښتنه رامینځته کوي چې اشرف غني ولې د تیر وخت په اپوټه اوس د ولسي ځواکونو د دغه ظرفیت هرکلی کړی دی ؟
د افغانستان د حکومت په ځینو ځانګړو چارواکو کښې دغه تصور موجود و چې د ترهګرو ډلو له کبله له ناامنۍ سره د مقابلې لپاره د ولسي ځواکونو جوړول د کابل د حکومت اقتدار داغي کوي او په همدې اساس د دغو ولسي ځواکونو د فعالیت بندول او د هغوې ځپل د افغانستان د مخکیني حکومت سیاست و .
حاضردمه د افغانستان ولسمشر اشرف غني په ظاهره دغه نتیجې ته رسیدلی دی چې ولسي ځواکونه د امنیت د تامینولو په بهیر کښې د تکیې وړ ظرفیت دی چې په هیواد کښې له بې ثباتۍ سره د مقابلې د بهیر او د امنیتي سیاستونو له کارندوالي سره اغیز شیندونکي مرسته کولای شي .
په قطر کښې د بین الافغاني خبرو اترو له پیلیدا سره په یو وخت په تیرو څو اونیو کښې د طالبانو د حملو زیاتیدا په تیره بیا په تیرې دوشنبې ورځ د کابل په پوهنتون باندې ترهګرې حملې ته په پام سره ولسمشر اشرف غني له طالبانو او نورو ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره د ولسي ځواکونو د توان او ظرفیت د کارولو غوښتونکی دی .
د افغانستان د ډیرو خلکو او د سیاسي ، مذهبي او قومي ډلو له نظره د ولسي ځواکونو له ظرفیت څخه ګټه پورته کول او د امنیت په تامینولو کښې د هغوې ګډون د امنیت په تامینولو کښې له حکومتي عسکرو سره د غږملتیا د رامینځته کیدا او د ثبات د پیاوړتیا سبب کیدلای شي .
د افغانستان د تاریخ په بیلابیلو پړاونو کښې له ناامنینو او ملي ګواښونو سره په مقابلې کښې د ولسي ځواکونو د اغیز شیندونکي رول په دلیل په اوسنیو شرایطو کښې د امنیت له تامینولو سره په مرسته کښې د ولسي ځواکونو له مرستې څخه په ګټه پورته کولو کښې د کابل د حکومت مثبت کړچار د وسله والو ځواکونو د اقتدار او د هر ډول بې ثباتۍ په کنټرولولو کښې د هغوې د وسونو د زیاتیدا سبب دی .