په ارزګان کې ګیزاب ولسوالۍ د طالبانو منګولو ته لویدلي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94017-په_ارزګان_کې_ګیزاب_ولسوالۍ_د_طالبانو_منګولو_ته_لویدلي
دغه شخړې او ترینګلتیاوې په داسې حال کې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ دسولې کیدونکي خبرې اترې نوره پيکه شوي او دواړه لوري نیّت لري ، ددغو خبرواترو تر پیلیدا پورې له ځانه سره زیات امتیازونه ولري . البته دوي ته کومه مهمه نه ده چې په دغو شخړو او اخ وډب کې د بېګناه خلکو څومره وینه بهیږي . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Nov 06, 2020 09:17 Asia/Kabul
  • په ارزګان کې ګیزاب ولسوالۍ د طالبانو منګولو ته لویدلي

دغه شخړې او ترینګلتیاوې په داسې حال کې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي چې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ دسولې کیدونکي خبرې اترې نوره پيکه شوي او دواړه لوري نیّت لري ، ددغو خبرواترو تر پیلیدا پورې له ځانه سره زیات امتیازونه ولري . البته دوي ته کومه مهمه نه ده چې په دغو شخړو او اخ وډب کې د بېګناه خلکو څومره وینه بهیږي . 

 زمونږ خبریال  د شفقنا خبری آژانس له قوله راپور راکړ  د افغانستان د ارزګان ولایت امنیتی سرچینو وئيلي دي ، همدااوس  د ګیزاب ولسوالۍ  پولیسو قوماندانۍ، دملی امنتی اداره اوځيني نوره اداري ودانۍ  د طالبانو وسلوالو  لاس ته ورغلي  دي ، البته د ښار په ځینو برخو کې تاوده جګړه روانه ده .

 ددغو سرچینو په وینا ، د پوځ ، امنیتی ځواک ځینو لوړپوړو مسئولانو او ځينو ځاي  چارواکو  ددغې ولسوالۍ کې د پوځ یوې پستې ته پناه وړې ده ،خو کلابند شوي  او که دغې ولسوالۍ ته   مرستندویه ځواک زر ونه رسیږي ،نو  دغه مرکز به هم د طالبانو په حملې کې سقوط وکړي .

دم ګړۍ  طالبان  د کابل وهلمند،کندوز ،کندهار ، ارزګان ،پروان  او بلخ ولایتونو پشمول  په مختلفو جبهو کې  له افغان عسکرو سره په جنګ بوخت دي او  دا یوازې د افغانستان ولس دی چې د دوي په مینځ کې ئې وینه تلیږي.

 دا په داسې حال کې دي چې ډیری شناندي او کارپوهان وائي ، دغه شخړې او ترینګلتیاوې په داسې حال کې په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي چې  په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمینځ  دسولې کیدونکي خبرې اترې  نوره پيکه شوي او دواړه لوري نیّت لري ، ددغو خبرواترو تر پیلیدا پورې له ځانه سره زیات امتیازونه ولري . البته دوي ته کومه  مهمه نه ده چې په دغو شخړو او اخ وډب کې د بېګناه خلکو څومره وینه بهیږي .

Image Caption
Image Caption