نیمروز کښې کمال خان بند له اوبو ډک شو
(last modified Mon, 09 Nov 2020 08:15:49 GMT )
Nov 09, 2020 12:45 Asia/Kabul
  • نیمروز کښې کمال خان بند له اوبو ډک شو

د افغانستان د نیمروز ولایت په ختیځ کښې کمال خان بند په آزمایشي توګه له اوبو ډک کړې شو.

د افغانستان د اوبو د ادارې مرستیال ویس بصیر پرون مازیګر د کمال خان بند د ډکولو په لړ کښې نیول شویو مراسمو کښې وویل: د دغه بند د بشپړولو او ورڅخه د ګټه پورته پورته کولو کار لاهم دوام لري.

کابو څلور میاشتې مخکښې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کمال خان بند د جوړیدو د ترمیم د مرحلې له بهیره په کتنه کښې ویلي وو چې ډیر زر به دغه بند ۹ میګاواټه بریښنا تولید کړي.

دغه بند ۱۶ میټره لوړوالې لري او کابو درې میلیارډ مکعب میټره اوبه په کښې ځاييږي او په جوړیدو یې ۷۸ میلیون ډالره بودجه لګیدلې ده.

افغانستان ډیر سیندونه لري خو یوازې ۳۰ فیصده اوبه یې استعمالولې شي او نورې اوبه یې ګاونډي هیوادونو ته بهیږي.

د کمال خان بند د جوړیدو کار ۵۰ کاله مخکښې پیل شوې وو خو په افغانستان کښې د جنګونو او سیاسي بدلونونه په وجه تراوسه ځنډیدلې دی.

 

ټیګونه