په پکتيکا کې ۱۵ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Nov 11, 2020 08:32 Asia/Kabul
د ياد ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وایي چې د سروبي ولسوالۍ شهاب الدين سیمه کې د پولیسو په کمین کې ۱۱ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د افغان رسندویو له راپور سره سم د افغانستان د پکتیکا په سروبي ولسوالۍ کې د پولیسو په کمین کې پنځلس وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ياد ولایت امنیه قوماندانۍ ویاند شاه محمد ارین وایي چې د سروبي ولسوالۍ شهاب الدين سیمه کې د پولیسو په کمین کې ۱۱ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
ارین زیاتوي چې په دغه نښته کې پولیسو ته زیان نه دی رسیدلی.
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دافغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې سخت زور اخيستی چې عام خلک يې هم سخت اندېښمن کړي دي.
ټیګونه