د خبریالانو د امنیت په لړ کښې د اشرف غني پر حکومت نیوکه شوې ده
(last modified Sat, 12 Dec 2020 01:13:56 GMT )
Dec 12, 2020 05:43 Asia/Kabul
  • د خبریالانو د امنیت په لړ کښې د اشرف غني پر حکومت نیوکه شوې ده

د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ ارګان (نی) د رسنیو د کارکونکو د امنیت په تامینولو کښې د ولسمشر اشرف غني د حکومت په لټۍ نیوکه وکړه

د افغانستان له آزادو رسنیو د ملاتړ ارګان (نی) د رسنیو د کارکونکو د امنیت په تامینولو کښې د ولسمشر اشرف غني د حکومت په لټۍ نیوکه وکړه

تسنیم خبري آژانس لیکلي دي چې د (نی) په نامه په افغانستان کښې له آزادو رسنیو د ملاتړ د ارګان اجرايي مشر په ننګرهار ولایت کښې د (انعکاس) ټیلیویژن د کوربنې وژلې ته په اشارې سره وویل: ملالی میوند له دوه کاله مخکښې څخه ګواښل شوې وه.

مجیب خلوَتګر زیاته کړه: د ملالی میوند په وژل کیدو سره د افغانستان د رسنیو د کارکونکو په تیره بیا د ښځينه خبریالانو فعالیت محدود شوی او په دې برخه کښې د کار کولو جرأت یې کمیږي.

ښاغلي خلوتګر هم داشان د خبریالانو وژله بشري ضده جنایت وباله او د افغانستان له حکومته یې وغوښتل چې عاملان یې وپیژني.

د ویلو ده چې داعش ترهګرې ډلې په ختیځ ولایت ننګرهار کښې د انعکاس ټي وي چینل د اینکرې د وژلې پړه منلې ده.

 

ټیګونه