افغانستان د بریښنا د تولیدولو ظرفیت لري
اوا خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل دغه هیواد په سم مدیریت سره د درې لکه (۳۰۰۰۰۰) میګاواټه بریښنا د تولیدولو ظرفیت لري .
محمد اشرف غني د اب وهوا له بدلونونو سره د مقابلې په هکله د اینټرنیټ له لارې غونډې کښې وویل افغانستان د پاکې انرژۍ د تولیدولو لپاره ستر ظرفیت لري او د سم مدیریت په بڼه کښې د درې لکه میګاواټه بریښنا د تولیدولو ظرفیت لري .
د افغانستان ولسمشر اشرف غني په دې خبرې سره چې دغه هیواد د اقلیمي بدلونونو په هکله د نړۍ یو(۱) ترټولو کمزوری هیواد دی وویل د اب و هوا بدلونونه نه یوازې په ملي سویه بلکې په نړیواله سویه یو(۱) مشکل دی او د دغه شخړې ختمیدل ډله ییزو سیمه ییزو او نړیوالو مرستو ته ضرورت لري .
حاضردمه د افغانستان څه د پاسه پینځه اویا (۷۵) فیصده بریښنا له خارجي هیوادونو څخه واردیږي .