طالب ډلې د اشرف غني غوښتنه رد کړه
(last modified Wed, 16 Dec 2020 01:19:56 GMT )
Dec 16, 2020 05:49 Asia/Kabul
  • طالب ډلې د اشرف غني غوښتنه رد کړه

د طالب ډلې د سياسي دفتر وياند د قطر په ځاے په کابل کښې د خبرو اترو د ځاے ټاکلو په اړه د افغان ولسمشر وړنديز رد کړ.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې محمد نعيم پرون په افغانستان کښې دننه د خبرو اترو لپاره د دغه هېواد د ولسمشر محمد اشرف غني د غوښتنې په ردعمل کښې وويل، د خبرو اترو بل پړاو به هم په قطر کښې کيږي.

اشرف غني په دې وروستيو وختونو کښې د افغانستان په خاوره کښېد خبرو اترو د راتلونکي پړاو په جوړولو باندې په تاکيد سره وويل، له دې لارې به لګښتونه کم شي او د صلحې په بهير له بهرنيو تاثيراتو څخه به هم مخنيوے اوشي.

د افغانستان د حکومت او طالب ډلې مذاکراتي ټيمونو په يوې ګډې بيانيې کښې وويل، د خبرو اترو بهير د مذاکراتو د اېجنډې په اړه لا زياتو صلاح مشورو ته د ضرورت په وجه د جنورۍ تر پينځمې نېټې ځنډول شوے دے.

په افغانستان کښې د جنګ جګړو د خاتمې لپاره د دغه هېواد د حکومت او طالب ډلې ترمېنځ د صلحې خبرې اترې د ستمبر له دولسمې څخه د امريکې په مېنځګړيتوب سره د قطر په دوحه کښې شروع شوې دي تراوسه څه نتيجې ته نه دي رسېدلې.

 

ټیګونه