ملګري ملتونه دې د تاؤتریخوالو په کمولو کښې مرسته وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i94847-ملګري_ملتونه_دې_د_تاؤتریخوالو_په_کمولو_کښې_مرسته_وکړي
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشرغني تېره شپه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینس سره کتلي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 16, 2020 10:05 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه دې د تاؤتریخوالو په کمولو کښې مرسته وکړي

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشرغني تېره شپه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینس سره کتلي دي.

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې ولسمشرغني تېره شپه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له استازې دیبورا لاینس سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې لیکل شوي چې دواړو لورو په دې کتنه کې په افغانستان کې پر روان وضعیت، د تاوتریخوالي اوج او سولې پر مذاکراتو خبرې کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې ولسمشر په دې لیدنه کې ویلي چې افغان حکومت د سولې په تړاو نړیواله او سیمه ییزه اجماع پیاوړې کړې خو اوس د ملګرو ملتونو مسئولیت دی چې دلته د تاوتریخوالي په کمولو او جګړو په ختمولو کې اغېزناک رول و لوبوي.

د ملګرو ملتونو استازې هم په دې لیدنه کې دوحې ته د خپل وروستي سفر په اړه ولسمشر ته معلومات ورکړي دي.

هغې وویل په هېواد کې روان تاوتریخوالی د اندېښنې وړ دی اوهیله څرګندوي چې ژر تر ژره په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه ټیټه شي.

دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې په ټول هېواد کې روان تاوتریخوالی ورځ بلې ته زور اخلي.

بل لورته په دوحه کې هم د سولې خبرې د ۲۰ ورځو لپاره ځنډېدلې دي.